اسلا?? آباد 27 فروري (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې پاكستان مصر سره خپلو اړيكو ته زيات اهميت وركوي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دفاع په څانګه كښې قوې اړيكې موجود دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د مصر کمانډر ان چيف ا?? د ??فاع وزير جنرال محمد احمد ذک?? سره وكړه چا چې د زيارت په ورځ دوي سره په ايوان صدر كښې ليدلي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان مصر سره د ورورولۍ اړيكو ته زيات اهميت وركوي ا?? د ??واړو هېوادونو ترمېنځه د دفاع په څانګه كښې قوې اړيكې موجود دي۔ ده ووئيل د دفاعي پېداوار په لړ كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې پراخه موقعې شته٬ پاکستان د ت??هګرۍ په ضد كامياب جنګ كړې دې۔ ده ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ كوي