اسلام آباد ۔ 26 فروری (اے پی پی) بالاكوټ بريد نه وروستو د هند دوه الوتكې غورځ??لو او د پائيلوټ ني??لو يو كال په بشپړ كېدو د “ناقابل تسخیر عزم” په سرخط دستاويزي فلم جاري كړې شوې دې۔ پاكستان ددې لوظ پخلې كړې دې چې د پاكستان وسل?? وال ځواكونه به پېشه ور ??لا??يت او نوې ټېكنالوجۍ سره پېوست وسائل كار??لو سره هېواد مضبوط جوړ??لو له خپل كردار ترسره كوي۔ پاكستان د دستاويزي فلم د لارې حق??ئق نړۍ ته وړاندې ك??لو سره هندي دروغو او پراپېګنډې ته ماتې وركړې ده۔ د فرورۍ په 27 مه نېټه د پاك هوائي ځواك ځوابي كارروائي زمونږ لپاره وياړ دے۔ قوم به دا ورځ فخر سره لمانځي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت لخوا د تيار كړې شوي دي د “ناقابل تسخیر عزم” په سرخط د دستاويزي فلم اجراﺀ په موقعه د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ميډيا سره خبرو كښې ووئيل امن كښې خوښي لرل د پاكستان د قومي بيانيې برخه ده۔ د هندي پائيلوټ خوشې كول په امن كښې د خوښۍ څرګندونه وه۔ دې ووئيل هندتوا سوچ د مسلمانانو د نسل كشۍ سبب جوړېږي۔ د دھلي په سړكونو د مسلمانانو مړي د مودي د كركې وړ بيانيې نتيجه ده۔ ا??لس مشر ټرمپ د هند په خاوره ودرېدو سره د ترهګرۍ په ضد د پاكستان كردار وستائلو۔ دې ووئيل د ټرمپ بيان د مودي د كركې او تعصب بيانيې ته ماتې وركړې۔ په دې مهال د “ناقابل تسخیر عزم” په سرخط جوړ كړې شوې دستاويزي فلم وښودلې شو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د تېر كال په 27 فرورۍ پاك هوائي ځواك د پاكستاني حدونو خلاف ورزي كوونكې د هندي هوائي ځواك دوه جنګي الوتكې رانسكورې كړې وې۔ د آئی اېس پی آر بيان كښې وئيلې شوې وو چې پاک هوائي ځواك په لائن آف كنټرول (اېل او سی) د هندي فضائيې بريد ناكامه كړې وو او هندي الوتكه ئې رانسكوره كړې وه۔ د هند مګ 21 الوتكه آزاد كشمير كښې تباه كېدو څخه وروستو ددې پائيلوټ ونګ كمانډر ابھي نندن نيولې شوې وو۔ بله ورځ وزيراعظم عمران خان د پارليمنټ شريكې غونډې په مهال اعلان كړې وو چې مونږ امن لپاره هندي پائيلوټ خوشې كوو۔ د تېر كال په اولني مارچ ابھي نندن پ?? واګه پوله هندي چارواكو ته وسپارلې شو