اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) د منګوليا وزيراعظم اويون اردين لويسنامسراي د شنګھائي تعاون تنظيم (اېس سي او) د حكومتي مشرانو د كونسل په 23مه غونډه ??ښې ګډون لپاره پاكستان ته رارسېدلے دے ۔ په ايئرپورټ د خزانې وزيرمملكت پروېز ملك د ګران مېلمه هر??لے وكړو٬ په دې موقع په روايتي لباس كښې دوو ماشومانو مېلمه ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كړه٬ د دواړو مشرانو ترم??نځ?? د خېرسګالۍ څرګندونه هم وشوه۔ د يادونې وړ ده د ګډون كوونكو هېوادونو استازي د وړاندې نه د اېس سي او مشرانو غونډه ??ښې ګډون لپاره رارسېدل پېل شوي٬ په کنفرنس كښې ګډون لپاره د راتلونكو مېلمنو لپاره ښار په څو رنګه رڼاګانو٬ ګلونو او د اېس سي او غړو هېوادونو په بېرغونو سنګار كړے ??وے۔ دغسې وزيراعظم شهباز شريف به د اېس سي او مشرانو د غونډې مشري كوي۔