اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) خارجه وزارت د نوي وخت تقاضو سره سمولو او د قومي بيانيې ترويج لپاره د خارجه وزير شاه محمود قريشي په مشرې كښې د شورو په ورځ خارجه وزارت كښې د پ??لك ډپلومېسي په اړه مهمه غونډه وشوه. په غونډه كښې د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود، پخواني سېنېټر جاوېد جبار، عمران اختر، اېمبېسډر ضمير اكرم، اېمبېسډر تسنيم اسلم، اېمبېسډر شاهد كمال، شهزاده عالم، سلينه او د پ??لك ډپلومېسي مشاورتي ډلې نورو غړو ګډون وكړو. غونډې ته ??ه خپله وېنا كښې خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل نن ډېجيټل مېډيا په انساني ژوند كښې ډېر اهم??ت اختيار كړے او په داسې وخت كښې د پ??لك ډپلوميسي اهميت لا زيات شوے.