اسلام آباد 14 جون (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان د كفايت شعارې يو بل لوظ پوره كړو، پخوانو واكمنو سركاري پېسه په درېغه الوزولو سره كرپټ عناصرو د جمهوريت په نوم لوټل كړي دي. د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې ده ??وئيل چې د غريب اولس درد لرونكي وزيراعظم په اخراجاتو كښۍ كمې كړې، په بېل كړي شوي فنډ كښې ئې بچت كړے، د وزيراع??م د دفتر په اخراجاتو كښې 32 فيصده ??مې شوے. د وزيراع??م د سياسي چارو سلاكار په خپل ټويټ كښې د پخوانو واكمنو لخوا د شويو اخراجاتو او د اوسني وزيراعظم عمران خان لخوا د شويو اخراجاتو شمېرې هم په دې خپل پېغام كښې شريكې كړې دي. ده ??وئيل چې وزيراعظم عمران خان د كفايت شعارې يو بل لوظ پوره كړو، د وزيراعظم عمران خان د دفتر په اخراجاتو كښې كمې ، په بېل كړې شوي فنډ كښې بچت او د كلنو اخراجاتو كمې د دې ثبوت دے.