اسلام آ??اد 04 جون (اے پي پي) سېنېټ سېكرټرېټ د كووېډ 19 په تناظر كښې د سېنېټ په غونډو كښې د ګډون په اړه معياري طريقه كار وضع كړے، چاته به هم كوم معزز غړي سره يوځاے د داخلې اج??زه نه وي، د ماسك او دستانو استعمال او د كرونا وائرس ټېسټ به لازمي وي. د زيارت په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د سېنېټ كوم معزز غړي سره به د يو چا د داخلې اج??زه نه وي. وفاقي وزيرانو او دوهم وزيرانو ته به يو كس د ځان سره د راوستلو اج??زه وي. په اېجنډا د بحث په مهال به تر ګرېډ 20 د يو افسر په ??ېلرې كښۍ د كېښناستلو اج??زه وي.