اسلام آباد 04 جون (اے پی پی) پاكستان ګلګت بلتستان كښې د بدھ مت كلتوري ورثې په حقله د هند بې بنسټه تورونه مسترد كولو سره دغه د تاریخی حقائق، نړيوال قوانین او د ملګرو ملتونو سلامتی كونسل اړوندو قراردادونو په ضد ګرځولې دي۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياندې عائشه فاروقی د ميډيا د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل جمو او كشمیر شخړيزه سيمه ده كومه چې نړيوالې ورورولۍ منلې ده۔ دغه شخړه د ملګرو ملتونو سلامتی كونسل په ایجنډا پرته تر ټولو پخوانۍ او حل غوښتونكې شخړه ده،په دغې د 1947 نه پس هند پ?? زور ، وحشیانه او غیرقانونی قبضه كړې ۔ وياندې ووئيل هند پ?? بدنيتۍ اډانه ادعاګانو سره د جمو او كشمیر متنازعه حیثیت كښې بدلون نه شي كولې۔ ګلګت بلتستان كښې د بدھ مت مذهبی كلتوري ورثې په اړه د هند تورونه هي?? معنیٰ نه لري او دغه بې بنسټه دي۔