ملتان ۔26 مئی (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د پاكستان زغم او امن كښې خوښي لرل دې زمونږ كمزوري ګرځولې نه شي او هند دې ځان ښه پوهه ك??ي چې د كومې هم مهم جوئۍ به بشپړه ځواب كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اختر لمونځ نه وروستو ميډيا سره ??برو كښې وكړه۔ ده ووئيل د كورونا وائرس مقابلې له سيمه ايزې مرستې ته اړتيا ده۔ پاكستان ددې نړيوالې وباﺀ مقابلې له د روغتيا وزيرانو كنفرنس وكړو۔ ده ووئيل ما د ملګرو ملتونو مشر ته وئيلي چې هند د نړۍ پام مقبوضه كشمير كښې د روان ظلم او زياتي څخه بل پلو كول غواړي۔ ده ووئيل د اسلامي كنفرنس تنظيم عمومي سېكتر سره مې هم خبره ك??ې ده او هغه مې د هند د اسلاموفوبيا نه خبر كړې دې۔ ده ووئيل اسلامي كنفرنس تنظيم بايد په دې لړ ك??ې خپل كردار ترسره ك??ي۔ ده ووئيل ما د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل صدر ته هم يو خط ليكلې دې او دې مې د هندي عزائمو حوالې سره ?? پاكستان تحفظات نه خبر كړې دې۔ ده ووئيل اختر نه وروستو به خارجه وزارت كښې د لوړې كچې يوه غونډه رابللې شي كومه ك??ی به چې د هند د ناوړه عزائمو مقابلې له تګلاره وضعه كولې شي۔ بلوچستان كښې په امنيتي ځواكونو د بريدونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په دې كښې شك نشته چې هند بلوچستان كښې ناامني پېدا كول غواړي۔ ده ووئيل هندي جاسوس كلبھوشن ياديو هم بلوچستان څخه نيولې شوې وو۔ ده ووئيل پاكستان د خېبر پختونخوا قبائلي سيمو او افغانستان سره ??ړلې د بلوچستان سيمو كښې هندي هلو ځلو څخه بې خبره نه دے۔ د افغانستان صورتحال په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د طالبانو لخوا د وړوكي اختر په موقعه د جنګ بندۍ اعلان افغانستان كښې امن په ځائې كولو له يوه زرينه موقعه ده۔ ده ووئيل زما دعا ده چې افغان اولس امن سره پاتې شي او دوحا كښې پېل كېدونكې امن لوظنامه مخ په وړاندې لاړه شي۔ د كراچۍ الوتكې پېښې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وئيل ددې پېښې به سپېځلې پلټنې كېږي او د غفلت ذمه وارو په ضد به كارروائي كولې شي۔ ده ووئيل د بلېك باكس او پائلټ خبرو ريكارډنګ به تحقيقات كښې مرسته وكړي۔ خارجه وزير زياته ك??ه چې د كورونا وائرس دلاسه دا اختر د تېرو اخترونو نه بېخي بدل دے۔ ده وويئل د كراچۍ الوتكې په پېښه ټول اولس خفه دے