اسلام آباد 06اپرېل (اے پي پي) د ??رونا وائرس په اړه د ??ارلماني كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ د سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښئ د ??ارلمان په ودانۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښئ خارجه وزير شاه محمود قرېشي، راجه پروېز اشرف، شبلي فراز، د اقتصادت چارو وزير حماد اظهر، شيخ رشيد، سناتورانو مشاهد الله، غفور حېدري او شېري رحمان ګډون كولٶ۔ كمېټۍ ته د اېن ډي اېم اے چي??رم??ن جنرال محمد افضل او قامي صحت لپاره د ??زيراعظم خاص سلاحكار ډاکټر ظفر مرزا بريفنګ وركړٶ۔ غونډه ته د ??مېټۍ ټي او آر وړاندې كړې شول۔ سپيكر ووئيل دا مها?? ټولو سياسي مشرانو له يو موټې كېدو ته اړتيا ده ۔ د اېن ډي اېم اے چي??رم??ن جنرال محمد افضل غونډې ته د بريفنګ په مهال ووئيل هېواد كښې 3800 وېنټي لېټر شته ، 2200 په پبلك سېكټر او پاتې نجي سېكټر سره موجود دي۔ په 9م اپرېل به نور 500 راورسي، د چين ??خه به نور هم دوه زره راغوښتللې شي ۔ ده ووئيل د ګرد هېواد 137 روغتونونه كرونا وائرس لپاره مختص كړې شوي۔ د ??ولو روغتونونو مشرانو ته پي آر سي كټس به د زيارت په ورځ لېږلې شي۔ ده ووئيل ګرد هېواد كښې 22 لېب كار كوي۔ د ??ېنټي لېټر آپرېټرز شمېره كښې اضافې لپاره د ??ېنډۍ ٬ لاهور او كراچۍ كښې ډاكټرانو ته تربيه وركولې شي۔ ده وئيل تراسه 35 زره ټېسټونه شوي دي