اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان علماء کونسل او علماﺀ كرامو او مشائخو وئيلي دي موجوده وبائي صورتحال د ملي وحدت او د اسلامي نړۍ د يوالي تقاضا لري، کرونا وائرس مذهب او نه مسلك سره تعلق لري د دې ښكار انسانيت دے، مونږ له به هم د هر څيز نه پرته د دې وباء مخنيوي كول وي، په دې نازك صورتحال كښې علماء كرام بدنامول او د فرقه ايز تقسيم كمپائن د غندنې ??و د افسوس وړ دے۔ تېره ورځ جاري بيان له مخې د پاكستان علماء كونسل چيئرمېن طاهر محمود اشرفي ، مولانا ??سد زکريا قاسمي، علامه عبدالحق مجاهد او نورو ووئيل تبليغي جماعت يو غير سياسي جماعت دے كوم چې د چا مخالف نه دے او نه د چا پلوي دے، د هر مكتبه فكر، د سياسي او سماجي ګوندونو خلق د دې برخه دي او په ګرده نړۍ كښې بې لارې كسان د انسانيت په لاره راوانولو لپاره محنت كوي٬ د داسې جماعت په ضد كمپائن سره هر شعور لرونكي ته دړد رسېدلې ۔ دوي ووئيل ??له چې كرونا وباء پاكستان كښې رامېنځ ته شوه ھغه وخت پاكستان كښې د پې اېس اېل مېچونه كېدل او هم دغه موقع د تبليغي جماعت جوړ روان ؤ خو څنګه چې د حكومت لخوا خبردارې وركړې شو جوړ ختم كړې شو، خلقو ت?? ووئيل شول كورنو ت?? ستانه شۍ۔ كوم جماعتونه چې په جوماتونو كښې دننه وٶ ھغوي ته د م??كز لخوا حكومت او انتظامي څخه د بشپړه مرسته امر شوې ٶ۔ دوي ووئيل ??ېواد كښې د لاك ډاٶن د اعلان نه پس د م??كز لخوا د ګرد هېواد جماعتونه ايسار كړې شول او خلق كورنو ت?? ولېږلې شول٬ د انتظاميې په وېنا ??ماعتونه په جوماتونو كښې دننه مېشته دي خو تبليغي هلې ځلې په بشپړه توګه منقطع دي