اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د نيشنل کوآرډينيشن کميټۍ د پرېكړو په رڼا كښې به د وفاق او صو??و ترمينځه رابطو كښې لا ښه والې راوستلې شي دې مقصد لپاره كمانډ اېنډ كنټرول سنټر جوړ كړې شوې دې او صو??و ته وئيلي شوي دي چې ھغوي خپل خپل نمائندګان ونوموي، دا کمانډ اينډ کنټرول سنټر به د نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ په مشرۍجوړولې شي۔ شاه محمود قرېشي څوك چې د قامي رابطه كميټۍ د لوړې كچې په غونډه كښې شريك ٶ كومه چې تيره ورځ د وزير??عظ?? عمران خان په مشرۍ كښې شوې وه د هغې حواله وركولو ??ره خپل بيان كښې ده ووئيل په تيره غونډه كښې مهمې پرېكړې شوې، وړومبۍ پرېكړه دا وشوه چې د وفاق او صو??و ترمينځه دې رابطې لا ښه كړې شې، دې مقصد لپاره کمانډ اينډ کنټرول سنټر جوړ كړې شوې دې۔ ده ووئيل دا مهال د نړيوالې وباء مخنيوي لپاره زمونږ هيلت كارمندان مهم كردار لوبوي د هغوي تحفظ باوري كولو ??ه پام لرنه كوو٬ دې لپاره پرونۍ غونډه كښې دا پرېكړه شوې چې د دغه وركرانو حفاظت لپاره به ټول ضروري ګامونه پورته كولې شي۔ د ټيسټنګ سهولت لا ښه كولو ??و د زياتولو هم پرېكړه شوې ده چې لپاره مونږ د پي سي آر نوې مشينان اخلو چې ورسره به زمونږ د ټيسټنګ استعداد يو په دوه زيات شي۔ده ووئيل لاك ډاٶن د وخت اهم ضرورت دې چې څوك ترې هم سرعړونه نشي كولېخو مونږ له د لاك ډاٶن سره سره دا خبره هم باوري كول دي چې اولس ته د خوراك څښاك څيزونه په باقاعدګۍ سره ترلاسه وي۔ په غونډه كښې د جمعې لمونځ ادا كولو په چارفو هم بحث شوې چې پكښې د صو??و نمائندګان هم موجود ٶ د ټولو ??ائ معلومه كړې شي او د الازهر پوهنتون لخوا جاري شوې فتوٰې هم رامخې ته كړې شوې د بيلو مكاتب فكر د علمائے كرامو رائ هم معلومې كړې شوه او متفقه پرېكړه دا وشوه چې په جوماتونو كښې دې د جمعې اجتماعات محدود وي، د جمعې لمونځ محدود اجتماعاتو لپاره يوازې اعلاميه به كافي نه وي مونږ له به اولس قائل كول وي۔ده ووئيل د سندھ حكومت په تيره اوونۍ كښې اعلاميه جاري كړې وه چې په موجوده وضعه كښې په جوماتونو كښې به د جمعې لمونځ نه ادا كيږي او جوماتونو ته د جمعې په ورځ تالې ولګولې شوې نو اولس په سړكونو د جمعې اجتماعاتو كښې لمونځ وكړو۔ ده ووئيل يو شمير اسلامي هيوادونو د اسلامي شرعې مطالعه كولو ??ره په دې لړ كښې ګامونه پورته كړي او د اولس لارښونې ئې كړې د كمپائن د لارې اولس اماده كيدې شي چې ھغوي د سماجي فاصلې د اصولو له مخې د لمونځونه ترجيحاً كورونو كښې وكړي خو په زور په ??ې عملدرآمد نه شي كېدې۔ پرون د مذهبي چارو وزير ته د سعودي چارواكو لخوا چيټۍ راغلې چې پكښې مونږ سږ كال د حج ادا كولو په اړه د صو??تحال جاج اخلو ??وس فې الحال تاسو انتظامات بند كړئ ځكه چې په سعودي كښې هم د دې وباء د رنځورانو شمېره په زياتېدو ده ٬ دې لپاره د دې نړيوالې وباء صو??تحال په تناظر كښې چې د ګڼ شمير خلقو راغونډېدو سره خطر اندېښنه رامخې كيدې شي ځكه اوس ټول صو??تحال لا زمونږ په قابو كښې نه دې او تر اوسه حتمي پرېكړه نه ده شوې٬ مونږ لاس په دعا يو چې حالات به ډېر معمول ته راشي او مونږ به په دې وباء قابو موندلو كښې بريالي شو۔(