اسلام آباد ۔ 22 مارچ (اے پی پی) د وزیراعظم د سمندر پورې پاكستاني وګړو خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري تفتان كښې د قرنطينه آس??ني?? په اړه د غېر ملكي ميډيا غلط راپور رد كړې دې۔ د اتوار په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ ټويټر خپل پ??غام كښې ده ووئيل يادې شوې ادارې د سستۍ څرګندونه كړې او تفتان ته د تلو او دغلته د صورتحال معلومولو زحمت ئې نه دې كړې۔ ده ووئيل ګارډين په بې بنس??ه خبرونو اډانه راپور وړاندې كړې دې۔ ده ګارډين ته مشوره وركړه چې دا مهال دې هغه د برط??ني?? معاملو ته پام وكړي۔ زلفی بخاری د بلوچستان اعلی وزير د جام كمال د يو ټويټ هم حواله وركړه كوم كښې چې هغه ياد شوې خبر جعلي ګرځولو سره وئيلي چې د ګارډين نمائنده د تفتان دوره نه ده كړې۔ زلفي بخاري په سوشل ميډيا د فېك نيوز رد كولو په لړ كښې د بلوچستان د اعلی وزير ستائنه هم وكړه۔