پېښور 09 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي كه لوبغاړې نه ومه نو ??يا??ت كښې به مې ماتې منلې وې٬ ژوند د كمي زياتي نوم دے٬ ?? غورځېدو نه پس راپورته كېدونكې زيات قوي وي٬ د لوبو نه مې د سختو حالاتو مقابله كول زده كړي ده۔ د ګل په ??رځ قيوم سپورټس كمپلېكس كښې د انډر21 ګېمز پرانستې دستورې ته خطاب خپلې وېنا كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د ماتې خوړولو ن?? ويره نه كوٶنكي چېمپئن وي ولې چې هغه د خپلې ماتې خوړلو په سبب يو په دوه محنت كوي۔ ده ووئيل غورځېدو څخه وروستو بيا پاڅېدونكې د اول نه زيات مضبوطېږي۔ نړۍ كښې تر ننه چېمپئن هغه جوړ شوې نه دې څوك چې په ??اتې خوړولو نه پوهېږي۔ ده ووئيل كه زه لوبو كښې پاتې شوې نه وې نو ما به تر 22 كلونو ??يا??ت كړې نه وې او ډېر زر به مې ماتې منلې وې۔ ده ووئيل ??يا??ت هم د مقابلې نامه ده۔ چېمپئن د ماتې خوړلو ن?? ويرېږي نه بلكې د هغې نه زده كړه كوي۔ انسان هله ماتې خوري كله چې همت بېلي۔ وزیراعظم عمران خان د لوبو انتظام په ??ولو اعلی وزير محمود خان ته مباركي وركولو سره ووئيل دې لوبو سره به د ځوانانو ټېلېنټ رامخې ته شي۔ ده ووئيل د كليو په ??چه به لوبو ته وده وركول وي۔ ده ووئيل تاسو له به دا ياد ساتل وي چې تاسو د پ??كستان قوم برخه ئۍ كوم له چې كه لوئے څښتن ته منظور وي يوعظيم قوم جوړېدل دي۔ دې څخه وړاندې وزیراعظم عمران خان د انډر21 ګېمز پرانسته وكړه۔ ګورنرشاہ فرمان، وزیراعلی محمود خان او صوبائي وزيران هم د پ??انستې دستوره كښې موجود وو۔