اسلام آباد ۔ 5 فروری (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان وئيلي دي پوليو ختمول د ح??ومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ حكومت پوليو ختمولو له د ټولو وسيلو كارولو عزم لري۔ دا خبره ده د شورؤ په ورځ د روټری انټرنېشنل لوړې كچې پلاوي س??ه ملاقات كښې وكړه۔ د پلاوي مشري د روټری انټرنېشنل صدر هولګر نېئک كوله۔ د وزيراعظم د قامي روغتيا مرستيال ډاكټر ظفر مرزا هم ملاقات كښې موجود ??و۔ د خبرو په مهال هېواد كښی د پوليو په موجوده صورتحال او د پوليو ختمولو له د پاكستاني حكومت لخوا په پورته كېدونكو ګامونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خصوصي مرستيال ډاكټر مرزا پلاوي ته پوليو ختمولو له د پاكستاني حكومت ګامونو په اړه بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل د پوليو په ضد روان كمپائن كښې 100 زره څخه زياتو اهلكارو او دوه نيم لكه پوليو وركرز خذمات ترسره كړل۔ 5 كاله څخه د لږ عمر 4 كروړه كوچنيانو ت?? پوليو څخه د بچ كېدو څاڅكي وركړې شول۔ د روټری انټرنېشنل پلاوي پوليو ختمولو له د ح??ومتي هڅو ستائنه وكړه۔ پلاوي سره خبرو كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل پوليو ختمول د ح??ومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ حكومت پوليو ختمولو له د ټولو وسيلو كارولو عزم لري۔وزیراعظم ووئيل د پاكستان او افغانستان په پوله والو سيمو تګ راتګ منظم كولو له خصوصي ګامونه پورته كولې شي چې په نت??جه كښې به ئې د پوليو وائرس ترسيل مخنيوي كښې مرسته ترلاسه شي۔ وزیراعظم د پوليو په ضد د پاكستاني حكومت مرسته كوؤنكو ټولو نړيوالو ت??ظيمونو او په خاص توګه د روټري انټرنېشنل مننه كولو سره ووئيل حکومت د پولیو په ضد كار كوؤنكي هر يو ت??ظيم خذماتو ت?? د قدر په سترګه ګوري او دوئي ته به ټولې ممكنه آسانۍ وركولې شي۔