كوئټه 23 جنوري (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي د بلوچستان اولس د حكومت او امنيتي ځواكونو سره په ګډه د پاكستان غېر مستحكم كولو سازش ناكام كړې٬وزيراعظم عمران خان په ډاګه كړې چې پاكستان به په سيمه كښې د كوم جنګ برخه نه جوړېږي٬د واورې او بارانونو له امله د ځپليو كسانو به مرسته كولې شي٬خپله خپلواكي او ګټه به د نورو د ګټې لپاره چرت?? هم قربان نه كړو٬د وزيراعظم په مشرۍ كښې به د بلوچستان سره په تېر وخت كښې د شوو ناانصافيو ازالې سره په هر پړاؤ انصاف باوري كولې شي۔ وفاقي حكومت د خپلو اتحادي ګوندونو او بلوچستان اعلٰی جام كمال سره ولاړ دے۔دې دا خبرې د زيارت په ورځ د كوئټه پرېس كلب دورې په موقع ??بر?? كنفرنس ته خطاب كښې وكړې۔په دې موقع د پاكستان فېډرل يونين آف جرنلسټس صدر شهزاده ذوالفقار احمد زئي٬د بلوچستان اسمبلۍ دوهم سپيكر سردار بابر خان موسٰی خيل٬د بلوچستان حكومت وياند لياقت شاه واني٬د كوئټې پرېس كلب صدر رضا الرحمان او نور هم موجود وو۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل هند په بلوچستان كښې مداخلت كولو سره امن تباه كول غواړي٬د صوبې د محرومۍ احساس ختمولو ته حكومت پام لرنه كوي٬د صوبې امن لپاره امنيتي ځواكونو٬??بر??الانو او اولس لويې قربانۍ وركړي۔ دې ووئېل وزيراعظم عمران خان د بلوچستان پرمختګ د پاكستان پرمختګ ګرځولې٬وفاقي حكومت د صوبې پرمختګ لپاره چمتو دے٬مسئلې او د 70 كلونو چېلنجونه په يو څو مياشتو كښې نشي حل كېدي ۔خاص مرستيالې ووئېل په بلوچستان كښې پاك پوځ٬امنيتي ادارو٬حكومت او اولس په ګډه د امن دښمنانانو له په زړه پورې ځواب وركړی۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل ګوادر نړيوال هو??ئي مېدان٬مكران كښې سترې لارې٬ووكېشنل سنټرې او نورو پروژو لپاره 740 ملينه ډالره بېلې كړي۔ دې ووئېل د پاكستان درېم لويې هو??ئي مېدان به په ګوادر كښې جوړولې شي٬وزيراعظم عمران خان د بلوچستان دورې په مهال د 65 اربه روپو لګښت لوېديز روټ ژوب كچلاك سېكشن٬د 17 اربه روپو لګښت سره د مكران ساحل لپاره ټرانسمېشن لائن غزولو٬ 23 اربه روپو لګښت سره د ګوادر نوې هو??ئي مېدان٬روغتون او د بېلو پروژو بنياد تيګه اېښودې ده ۔وزيراعظم په ډاګه كړی چې د پرمختګ عمل كښې به د كبانو نيوونكو او د ځايې كسانو د مفاد تحفظ كولې شي۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان په بلوچستان كښې د فرائضو ترسره كولو په مهال شهيدو شوو ??بر??الانو ته پیرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل په كوئټه كښې د استوګنې كالونۍ كښې وړومبې بلاك به د شهيدانو بلاك په نامه د شهيدو شوو ??بر??الانو كورنيو لپاره وي۔خاص مرستيالې ووئيل وزيراعظم په نړيواله كچه په ډاګه كړی چې پاكستان به په سيمه كښې د كوم هم جنګ برخه نه جوړیږي او د كوم هېواد ګټې لپاره به خپلې ګټې قربان نه كړ۔دې ووئيل د كوئټې پرېس كلب به په سولر سسټم بدلولې شي دغسې چې د برېښنا د بچت سره سره د بلونو په لړ كښې وركوونكې پيسې د ??بر??الانو پھ ښېګړه خرڅ شي او وفاقي حكومت به د كوئټې پرېس كلب انتظامې سره په ګډه د بلوچستان ??بر??الانو له صحت كارډ وركوي دغسې چې د نورو صوبو پشان په كوئټه كښې د ??بر??الانو كالونۍ جوړول د صوب??ئي حكومت ذمه واري ده او وزيراعلٰی به دا كار ترسره كړي۔دې ووئيل د نوي پاكستان وژن د بلوچستان پرمختګ او څوكالۍ سره تړلې دے ۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د بلوچستان په بېلو ضلعو ګښې د ګاز پرېشر كمې لرې كولو له د صوبې په برخه كښې لس فيصده اضافي ګاز دغسې د اېل پي جي كوټ?? هم 20 فيصده زياته شوې۔د بلوچستان د 72 كلونو احساس محرومي په 15 مياشتو كښې لرې ك??دې نشي۔ دې ووئېل د پاكستان تحريك انصاف په حكومت كښې د كرپشن كوم سكينډل نه دې رامخې ته شوې ۔د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل وفاقي حكومت د وزيراعلٰی جام كمال سره ولاړ دے۔دې د كوئټې پرېس كلب شهيدانو ته پیرزوئنې وړاندې كړې۔دې ووئيل هيله لرم چې د بلوچستان ??بر??الان ب?? هم دې جذبې سره خپل كار مخ په وړاندې بوځي۔دې د ??بر??الانو په غوښتنه په كوئټه پرېس كلب كښې د انفارمېشن سنټر جوړولو اعلان وكړو۔په دې موقع د بلوچستان حكومت وياند لياقت شاهواني د وزيراعظم عمران خان د بلوچستان سره په مرسته د ډاكټر فردوس عاشق اعوان او وفاقي حكومت مننه وكړه۔هغه ووئيل د كرپشن ختمولو او د صوبې پرمختګ لپاره مونږ يو موټې يو۔د واورې په مهال د وفاق د اړخه په مرسته د پاكستان تحريك انصاف د ټول قيادت مننه كوو