اسلام آباد ۔ 19 دسمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د روغتيا خ??ص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي
د وزيراعظم وژ?? له مخې د روغتيا څانګه كښې په لويه كچه اصلاحات كولې شي او بنيادي هېلتھ کیئرسسټم مضبوطولې شي۔ د راروان كال تر پايې به نورو 10 ملينه كورنيو ته صحت انصاف كارډ وركړې شي۔ دا خ??ره ده د زيارت په ورځ د فېډرل جنرل هسپتال چک شهزاد او پی ډی نوې ودانۍ پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئ??ل د روغتون د او پي ډي په پرانسته كولو خوشحاله شوې يم ولې چې پخوانۍ او پي ډي كښې د ځائې د كمي له امله رنځوران ستونزو سره مخ وو۔ دا وداني 19 كوټې لري چرته چې د ګائنی، سرجری پېډز، ډرماټالوجی، آرتھوپېډک، د سترګو او نورو رنځونو درملنو آسانۍ وركړې شوي۔ ده ووئيل 5 ملينه بې وزله كورنيو ته د صحت انصاف كارډ د لارې د وېړيا درملنو آسانۍ وركولې شي۔ د راروان كال تر پايې به نورو 10 ملينه كورنيو ته صحت انصاف كارډ وركولې شي۔ ده ووئېل د صحت انصاف كارډ د لارې به د بې وزلۍ كرښې څخه لاندې ژوند كوؤنكي وګړي تر 7 لکھ 20 زره روپو په ټول هېواد كښې 300 پرائیوېټ روغتونونو كښې وېړيا درملنې كولې شي۔ ډاكټر ظفر مرزا ووئيل په شاہ اللہ دته كښې کمیونټی هېلتھ سنټر په باضابطه توګه آپرېشنل كړې شوې او او?? به ټول كميونټي سنټرز کمپیوټرائزډ سسټم سره لنك كولې شي او د دې د لارې به دا سنټرونه لويو روغتونونو ته د مريض استولو لپاره مرستيال ثابت شي۔ د دې سسټم ترسېوري لاندې به د رنځورانو او د دوي د رنځ ډېټا هم محفوظ كولې شي