اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي ملګرو م??تونو د نوآباديات په ضد او د بشري حقونو ودې لپاره فعاله كردار ترسره كړې٬اولس ته د خپلواكۍ حق وركول د دغې هلو ځلو نتيجه ده٬د 5 اګست هندي اقدام او د سختو بندېزونو په سبب د مقبوضه كشمير صورتحال خراب دﺀے٬ملګري ملتونه دې د هندي عسك??و ظلم ختمولو له اقدامات وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ملګرو م??تونو 74مې نړيوالې ورځ په موقع وكړه۔ده ووئيل د ملګرو م??تونو د نړيوالې ورځې په خوشحالۍ كښې د نړۍ سره پاكستان هم شريك دے٬پاكستان عمر له د ملګرو م??تونو د نړيوال امن ٬ سلامتيا او بشري حقونو ودې له د وړومبني صف كردار ترسره كړې۔ده ووئيل پاكستان د 2 لكه نيلے هېلمټ په صو??ت تر ټولو په زياته شمېره د خپلو ډلو ګډون سره په نړۍ كښې 46 امن مشنز كښې ځانګري اعزاز سره خذمات ترسره كړي۔ده ووئيل ملګرو م??تونو د نو آباديات په ضد او د بشري حقونو ودې له فعاله كردار ترسره كړې۔ده ووئيل د 5 اګست هندي حكومت غېر قانوني اقداماتو له مخې سختو بندېزونو له امله په مقبوضه كشمير كښې صورتحال خراب شوې۔ده ووئيل د كشمير شخړه د ملګرو م??تونو سلامتي كونسل په ايجنډا اوس هم پرته ده۔شاه محمود قرېشي ووئيل د ملګرو م??تونو سلامتي كونسل قراردادونو د لارې دې د كشمير مسئله حل كړی شي