سيالكوټ 20 اکتوبر (اے پي پي) پاكستان د كنټرول لائن په بېلا بېلو سيمو د ه??د د قابض پوځ د بلااشتعال ډزو سخته غندنه كړې او د ه??د دوهم هائي كمشنر ئې خار??ه دفتر ته طلب كړے۔ د خار??ه دفتر لخوا جاري شوې خبرپاڼې له مخې د اكتوبر په 19 او 20مه نېټه هندي وسله والو ځواكونو په جورا٬ شاه كوټ او نوسېري سيمو كښې بلا اشتعال ډزې كړې دي چې پكښې بې ګناه وګړي مړه شوي دي او د مېرمنو او ماشومانو پشمول 6 كسان سخت ژوبل شوي هم دي۔ د خار??ه دفتر له مخې هندي پوځ دا لړې د كال 2017م نه روانه ساتلې او تر اوسه ئۍ 1970 خلاف ورزې كړې دي۔ د خار??ه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي چې پاكستان په كټرول لائن د نام نهاد پټنځايو په نښه كولو د هندي مېډيا راپورونه ردوي۔ ه??د دې د دې ثبوت وركړي۔ ده ووئيل چې ه??د دې مقصد لپاره بې ګناه وكړي په نښه كوي چې دغسې د مقبوضه جمو او كشمير صورتحال نه د نړۍ پام بل پلو وګرځوي۔