اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان د ګرانې سخت نوټس اخيستې٬ وزيراعظم اولس ته ??يليف وركولو لپاره وفاقي وزارتونو او صوبائي حكومتونو ته ?? حكمت عملې مرتب كولو ٬ د وړو٬ چينې٬ د غوړو په بيعه كښې د كمي كولو هدايت كړے٬ په رياست كښې دننه د رياست كوونكو په ضد په كاروائي كولې شي٬ د دهرنې به بهانه د ورانكارې اجازه به ورنه كړې شي٬ د اوسني حكومت په هڅو معيشت مستحكم شوے٬ وزيراعظم تر منډيو د سامان په رسنه كښې د مډل مېن كردار ختمولو هدايت هم كړے۔ هغې دا خبرې د خالي په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته ?? وېنا كولو په مهال وكړې۔ د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې وزيراعظم عمران خان تېره ورځ علما كرام رابللي وو خو په دې لړ كښې په مېډيا كښې د ملاقات په اړه د حقائقو په ضد خبرونه خپاره شوي دي چې وضاحت ئې ضروري وو۔ هغې ووئيل چې په غونډه كښې دواړو اعلٰي وزيرانو٬ چېف سېكترانو٬ اړوند چارواكو او د نورو ادارو پشمول كمشنرانو هم ګډون كړے۔ غونډه درې ساعته ??وانه وه چې ??كښ?? يوه اېجنډا وړاندې كړې شوه چې اولس ته ?? ګرانې نه څنګه نجات وركړے شي۔ په غونډه كښې د بېلا بېلو څيزونو تفصيلات وړاندې كړې شوي دي چې ??كښ?? درې څيزونه ضروري دي چې ??كښ?? غنم ووړه٬ چيني او كوكنګ آئل شامل دي۔ هغې ووئيل چې وزيراعظم تفصيلات غوښتي چې په سندھ كښې ووړه ولې ګران شوي دي۔ وزيراعظم پاسكو ته هدايت كړے چې هغه دې يو لك ټن غنم جاري كړي٬ مونږ سند?? د ??پل وجود برخه ګڼو٬ د هغه ځائ خلقو تل د ژوندې دې بهټو نعرې ??هل?? دي خو د سندھ اولس په ضمني ټاكنو كښې پيپلز ګوند نشان عبرت جوړ كړے۔