اسلام آباد 26 اګست (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي وزيراعظم عمران خان د مېډيا هڅو ته د قدر په سترګه ګوري٬د كلونو څخه پخوانې نظام سمولو لپاره د يو كال موده كمه ده د كوم خاتمې لپاره چې هلې ځلې روانې دي٬ مودي سركار د آر اېس اېس نظريې له مخې د ك??مي??يانو نسل كشۍ كوي ٬نړۍ كه د ك??مي?? دې الميې څخه لرې پاتې شوه نو دا به د تاريخ تر ټولو لويې مجرمانه غفلت وي٬هټلر چې كوم ظلمونه كړي مودي د هغې نظريې پيروي كوي٬په تاريخ كښې به د مودي نامه په تورو ټكو د هټلر څخه هم بره ليكلې شي٬ګوند او حكومت يو ډول قامي بيانيه مېډيا ته په كوټلې توګه رسوي٬مېډيا دې پھ ك??مي??يانو د هند ظلمونه رامخې ته كولو له كردار تر سره كړي٬د ك??مي?? غږ تر ټولې نړۍ او اولس رسولو لپاره د اطلاعات په وزارت كښې ك??مي?? مېډيا سېل جوړولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه هغې د ګل په ورځ د ګوند په مركزي س??كرټرېټ كښې د اطلاعات مركزي س??كتر احمد جواد او نائب صدر عمر سرفراز چيمه سره خبريالانو سره په خبرو كښې كړې۔د دې څخه وړاندې خاص مرستيالې د پاكستان تحريك انصاف مركزي مېډيا ډيپارټمنټ دوره وكړه او د مېډيا سېل اداره جاتي چارو جاج ئې واخست۔د دې څخه وروستو خبريالانو سره په خبرو كښې دې ووئيل د پي ټي آئي بېټ رپورټرز د پاكستان تحريك انصاف هلې ځلې څرګندولو او د موجوده حكومت په مهال يو كليدي كردار لري چا چې د اطلاعات د لارې د ګوند او د ګوند د مشرتابه بيانيه عام كړې٬ دې ووئېل وزيراعظم عمران خان د مېډيا هڅو ته د قدر په سترګه ګوري۔دې ووئيل نن د دې خبرو او ملاقات مقصد هم د مېډيا د كردار اعتراف كول دي (ګ ل