اسلام آباد ۔ 23 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د المان چانسلرې ډاکټر انجیلا مرکل سره ټېلېفوني تماس نيولې او دې سره ئې مقبوضه جموں و کشمیر كښې د هند غېر قانوني او يو اړخيزه ګامونو په نتيجه كښې په رامخې ته شوي صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ وزیراعظم دې ته ووئيل هندي ګامونه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د نړيوال قانون په ضد دي۔ د تېلېفوني تماس په مهال وزيرعظم هندي مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سخت صورتحال ٬ منطقه كښې لاك ډاؤن ٬ د هر ډول مواصلاتي رابطو منقطع كولو او د خوراك او داروګانو كمبوت رامخې ته كړو۔ وزیراعظم ووئيل د هند د زور ظلم او زياتي ګامونو سره د كشميري اولس ژوند ته په لويه كچه د زيان رسېدو اندېښنه ده ٬ د كومې چې بايد مخنيوي وكړې شي۔ ده د المان چانسلره د هند لخوا مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو څخه د نړۍ پام ګرځولو له د جعلي فلېګ آپرېشن ډرامه كولو يا په لائن آف كنټرول د كومې كارروائۍ كېدو په اړه خپلې اندېښنې څخه هم خبر كړه ۔ وزیراعظم په ??ې خبره زور راوړو چې هندي ګامونو سره ?? منطقې امن ته سختې خطرې پېښې شوي او نړيواله ورورولي بايد په دې اړه په سمدستي توګه خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ په دې مهال الماني چانسلرې ووئيل المان د صورتحال ژوره مشاهده كوي۔ دې په تاؤ تريخوالي كښې د كمي او د مسئلو په سولييزه ډول ?? حل كولو په حاجت زور راوړو۔ دواړه لارښو?? منطقه كښې امن او استحكام لپاره د كار روانه ساتلو ته صلا شول