اسلام آباد 16مئی (اے پی پی)د مذهبي چارو وفاقي وزير ډاكټر نورالحق قادري وئېلي دي پخوا د هېواد مالياتي نظم او د معيشت سره داسې سلوك شوے كوم چې څوك د دښمن سره كوي٬ وزيراعظم عمران خان د وګړو په ژوند كښې بدلون راوستل غواړي٬په نړيواله توګه د پاكستان په ضد يو ماحول جوړ شوې٬دښمن پاكستان قوي ليدل نه غواړي۔ده د زيارت په ورځ د سناتور طلحه محمود ف??ؤنډېشن د اړخه د مې??يا كارمندانو لپاره د روژې مناسبت سره د راشن وركولو دستورې ته خطاب كولو۔ده ووئيل طلحه محمود عمر له د خېر په كار كښې برخه اخلي٬شته مند خو ډېر دي خو څوك چې زړه او سخاوت ??ري هغوي دا كار كولې شي۔د سخاوت لرل هم د لوے څښتن لويې نعمت دے۔ده ووئيل په پاكستان كښې د كراچۍ نه تر خېبر ډېر خلك شته څوك چې د خېرښېګړې سوچ لري۔ ده ووئېل پاكستان په اسلامي هېوادونو كښې د ښېګړې او حيراتي كارونو په لړ كښې د ټولو نه وړاندې روان دے۔ده باور وركړو چې د مې??يا كارمندانو مسائل او ستاسو غږ به متعلقه ځايې ته رسوو۔وزيراعظم او كابينه دا احساس ??ري چې د مې??يا په مالكانو كوم كټ لګولې شوې د هغې ټول زور په مې??يا وركرز راغلې۔ده ووئيل د حكومت ښه اقدامات اوس داسې ښكاري لكه د تريخ ګوټ خو د دې به ډېرې ښې نتيجې رامخې ته شي