بيجنګ 18 مارچ (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د سي پېك دوهم پړاؤ پېل كېدو سره به پ??كس??ان كښې د سماجي او اقتصادي پرمختګ نوې دور پیل شي٬پ??كس??ان امن خوښوونكې هېواد دې۔ مونږ د سيمې ګاونډيانو سره سولييزو اړيكو كښې خوښي لرو۔ ده د كل په ورځ د چين دورې په مهال په بيجنګ كښې چائنه انسټي ټيوټ فار انټرنېشنل سټراټېجك سټډيز كښې د چين سكالرانو ته خطاب كولو۔ده ووئيل پ??كس??ان او چين نه يوازې نزدې ملګري دي بلكې د دواړو هېوادونو اړيكې په ستراتېژېكي شراكتدارۍ اډانه دي٬د پاك چين اقتصادي راهدارۍ دوهم پړاؤ پېل كېدو سره به په پ??كس??ان كښې د سماجي او اقتصادي پرمختګ نوې دور پېل شي۔ ده ووئيل د پلوامه پېښې نه پس د هندي جارحيت په زړه پورې ځواب وركړې شوې۔ پ??كس??ان په سيمه كښې امن غواړي او په سوئېلي آسيا كښې ټولو ګاونډيانو سره سولييزو اړيكو كښې خوښي لري۔ ده ووئيل پ??كس??ان هند سره ټولې مسئلې د خب??و اترو د لارې حل كول غواړي۔ د خپل خطاب نه پس خارجه وزير د انسټي ټيوټ فار انټرنېشنل سټراټېجك سټډيز دوره وكړه او په وزيټر كتاب كښې يې خپل تاثرات قلمبند كړل