اسلام آباد 22 فروري(اے پي پي)پخو??ني وزيراعظم او د قامي اسمبلۍ غړې شاهد خاقان عباسي وئېلي دي د سندھ اولس پوښتنه كوي چې د سندھ اسمبلۍ سپيكر نيولې شوې٬په پنجاب اسمبلۍ كښې د سپيكر په ضد هم په نېب كښې كيسونه روان دي٬هغه ولې نه نيولې كېږي٬ د خواجه سعد رفيق پروډكشن ??رډر نه جاري كول هغه د سيمې د نمائندګۍ څخه محروم ساتل دي٬سپيكر دې د هغه پروډكشن ??رډر جاړي كړي٬د ګاز په بيعه كښې زياتوالې غېر ضروري دے٬اولس د ګرانۍ ښكار شوے٬اضافه دې بېرته واخستلې شي۔د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته ده ووئيل د وفاقي برخې يعنې سپيكر نيول جمهوريت لپاره خطر دے٬د هغه په ضد كوم هم كيس نشته٬د پنجاب اسمبلۍ په سپيكر د نېب كيسونه دي٬د سندھ اولس پوښتنه كوي چې زمونږ سپيكر ولې نيولې شوې او د پنجاب ولې نه دې نيولې شوې۔ده ووئيل خواجه سعد رفيق د دې اسمبلۍ غړے دے٬سپيكر سره خبره هم شوې٬ ده پوښتنه وكړه د هغه پروډكشن ??رډر ولې نه جاري كېږي٬دا ايوان څه روايات لري٬په قامي اسمبلۍ كښې چې د اپوزېشن ??ړې خپله خبره مكمل كړي نو حكومتي وزير يا كوم نامزد نمائنده د هغې ځواب وركوي خو دلته د يو يو اپوزېشن ??ړي په ځواب كښې بېل بېل وزير خبره كوي٬ ده ووئېل په دې ايوان كښې درې پخو??ني سپيكران هم موجود دي٬هغوي څخه دې پوښتنه اوشي چې ايوان څنګه چلېږي٬شپږ مياشتې وشوې د قامي اسمبلۍ كومه كوټلي كاروائي نه شته ۔ده ووئيل د ګاز بيعه كښې زياتوالې غېر ضروري او ناسمه پريكړه ده دا دې بېرته واخستلې شي او دا معامله دې قائمه كمېټۍ ته ولېږلې شي