اسلام آباد 21 جنوری (اے پی پی) د وزیراعظم د سیاسی چارو خاص مرستيال نعیم ??لحق د مخالفې ډلې د اړخه په ميډيا خپور شوې هغه ټولې ډنډورې رد كړې په كومو كښې چې د حكمران ګوند پا??ستان تحریك انصاف او اتحادی ګوند پا??ستان مسلم لیګ (ق) كښې د اختلاف خبرې كېږي۔ د ګل په ورځ يو نجی ټی وی چینل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل دا ډول خبرې هڅې ډنډورې دي كومې چې حقیقت نه لري۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د وزیراعظم عمران خان په هدایت زه به نن د نهې په ورځ د پنجاب اسمبلۍ سپیكر چوه??ری پرویز الٰهی، د پا??ستان مسلم لیګ (ق) صدر چوه??ری شجاعت حسېن او (ق) لیګ لارښود چوہ??ری مونس الٰهی سره ملاقات كوم۔ ده ووئيل كه اتحادی ګوند كوم تحفظات لري نو پھ دغې ملاقات كښی به په هغې خبره وكړې شي او داسې كومه مسئله نشته كومه چې حل كيدې نشي۔ ده ووئيل حكومت د نظام چلولو لپاره خپلې هڅې كوي۔ ده ووئيل حكومت څخه په 5 مياشتو كښې د ټولو مسئلو حل كولو هيله سمه نه ده