اسلام آباد 17 جنوري(اے پي پي) نومولې شوې ??يف جسټس آصف سعید کھوسه به (نن) د جمعې په ورځ د خپلې چوكۍ سوګند پورته كوي۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي به ايوان صدر كښې په يوه دستوره كښې د نومولي ??يف جسټس آف پاكستان ??خه سوګند اخلي۔ د يادونې وړ ده جسټس آف سعید کھوسه په 21 دسمبر كال 1954 كښې په ډېره غازي خان كښې زېږېدلې۔ په كال 1969 كښې ئې د ملتان بورډ ??خه لسم جومات كښې 5م پوزيشن تر لاسه كړې چې په سوب ورته نېشنل ټېلنټ سكالرشپ وركړې شوې۔ په كال 1971 كښې ئې لاهور ??خه د انټرمېډيټ امتحان په وړومبي پوزيشن پاس كړې او دغسې په كال 1973 كښې ئې ګورنمنت كالج لاهور ??خه بي اے كښې وړومبې پوزيشن ترلاسه كړے۔ د دې نه پس ئې په كال 1975 كښې پنجاب پوهنتون ??خه په انګلش لېنګوئج او لټرېچر كحې ماسټر كړے۔ په كال 1978 كښې كوئنز كالج ٬ يونيورسټي آف كېمبرج برتانيه ??خه اېل اېل اېم كړے ۔ جسټس آصف سعید کھوسه په 13م نومبر كال 1979 كښې لاهور هائي كورټ كښې او په 12 ستمبر كال 1985 كښې سپريم كورټ كښې د وكيل په حېث انرول شوې ٬ د آئين او قانون په اړه د يو شمېر ك??اب??نو مصنف دے او په بېلا بېلو آئيني او قانوني مسئلو ئې يو شمېر مضمونونه او تحقيقي مقالې هم شائع شوې او د آئين او قانون د مدرس په توګه هم پراخه تجربه لري۔ نومولې شوې ??يف جسټس 21 مئي كال 1998 كښې د لاهور هائي كورټ او په 18مه فرورۍ د سپريم كورټ جج جوړ شوې۔ آصف سعيد كهوسه په 19 كالو كښې د 55 زره مقدمو پرېكړې اورولې او په بېلا بېلو هېوادونو كښې ئې په نړيوالو كنفرنسونو او سېمينارونو كښې د پاكستان نمائندګي كړې ده