پېښور ۔12جنوری (اے پی پی) ددفاع وفاقي وزير پروېز خټك وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان مشن د هېواد ټول وسائل په بې وزله اولس مصرف كول دي۔ د روغتيا او زده كړو په شمول د ټولو آسانيو رسنه د موجوده حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ كه لوئے څښتن ته منظوري وي نو د تحريك انصاف د غوره معاشي او اقتصادي پالېسيو لامله به هېواد ډېر زر معاشي ستونزو څخه بهر شي۔ حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي۔ اپوزيشن بې وخته ډنډورې وهي۔ اوس بايد ناوړه سياست ختم كړې شي۔ په ټاكنو كښې هېڅ ټګي شوې نه ده۔ كه مخالفه ډله كوم ثبوت لري وړاندې دې كړي۔ په پارلمان كښ?? د ??انون سازۍ لړې پېل كېدونكې ده۔ قانون سازي به د اولس په ګټه كښې كوو۔ قاضی میډیکل کمپلېکس به د صوبې سټېټ آف دي آرټ جوړوو۔ د روغتون انتظاميه دې د حادثاتو څانګه كښې وېړيا آ??ان?? او داروګان وركوي۔ د مشرانو وګړو دې خاص خيال وساتلې شي او د پالېسۍ ترمخه دې دوئي ته ټولې آ??ان?? وركړې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده نوښار كښ?? د ??اضي مېډيكل كمپلېكس آئي سي يو ٬ سي سي يو او پېراډېکټ نرسری وارډز پرانستې دستورې ته د خاص مېلما په حېث خپ?? خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د نوشهرہ میډیکل خپله ودانۍ به ر??روانو څو مياشتو كښې بشپړه شي٬ ټول فنډز به وركولې شي او د سټاف كمې به هم پوره كولې شي۔ ده ووئيل ډاكټران بايد اولس لپاره د مسيحا كردار ترسره كړي۔ د لوئے څښتن په نزد ددوي لوئې مقام دے۔ ده ووئيل بې وزله اولس ته دوه ځايونو كښې ډېر تكليف وي يو روغتون او بل تھاڼه كښې۔ د تحریک انصاف حکومت به د بې وزله اولس هېڅ سودا نه كوي۔ ده ووئيل مونږ پوليس پوليس فورس جوړ كړو۔ تھاڼه كلچر دې بدل كړې شي او د بدمعاشانو په ځائې دې بې وزله اولس ته عزت وركړې شي۔ دغسې روغتونونو كښې هم د ډاكټرانو نه دا توقع لرلې شي چې هغوي دې بې وزله اولس ته غوره آ??ان?? وركړي۔ ولې چې حكومت د ډاكټرانو په تنخاګانو كښې درې چنده زياتوالې كړې دې۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان داسې بنياد اېښودلې دې چې سباؤن كښې دې هېواد كښ?? د ??وټ مار سياست ختم شي۔ د كرپشن او كمېشن په ضد جهاد په ټول هېواد كښې پېل شوې دې۔ هم دغه سوب دې چې ځيني سياستمدار چغې و هي۔ په پارلمان كښې قانون سازي پېل شوې ۔ د نېب او اېف بي آر په قانون كښې اصلاحات كوو