اسلام آباد 04 ??نو??ي (اے پي پي) د پاك بحريه د جهازونو او د پاكستان ميري ټائم سېكورټي ايجنسۍ جهاز ژوب د قطر د بندر دوره كړې۔د پاك بحريه وياند له م??ې مشن كمانډر كموډور محمد سليم د قطر د سمندري ځواكونو كمانډر او نورو عسكري چارواكو سره ملاقاتونه وكړل۔د ملاقاتونو په مهال د شريكې خوښې په چارو او په دوه اړخيزه مرسته خبرې وشوې۔پاكستاني پلاوي د قطر د اميري نيوي د جهازونو الديبل او ?? هوار دوره هم وكړه۔د دورې په پاې كښې د دواړو هېوادونو جهازونو په شريكو مشقونو كښې برخه واخسته۔د شريكو مشقونو مقصد په بېلا بېلو مهارتونو او شريكو حربي صلاحيتونو كښې اضافه كول دي۔د جهازونو دې دورو سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ اړيكې لا وده وكړي