هنګو 25 نومبر(اے پي پي) دوهم داخله ??زير شهریارخان آپریدي وئيلي دي هېواد دښمنه عناصر د كلايه غوندې د افسوس وړ پېښو د لارې هېواد كښې د عدم استحكام پېدا كولو ناكامه هڅې كوي٬ د هېواد دښمنه عناصرو به په مړانه مقابله ??وٶ او د هغوي عزائم خاورې كولو لپاره قام يو موټې او يو غږ دے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په كلايه چاٶدنه كښې د حق رسېدليو كورنيو سره د غمرازۍ په موقع خبريلانو سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ دوهم داخله ??زير سره په دې موقع د غلجو اوركزئۍ سېكټر كمانډر٬ د اوركزئۍ سكاٶټس كمانډنټ٬ دوهم ??مشنر اوركزئۍ او نور چارواكي هم ??وجود وو چې د چاودنې د ځاې څارنه ئې وكړه او كلايه دربار كښې د ??هي??انو كورنيو سره د يوالي څرګندونه سره ئې فاتحه خواني هم ??كړه ۔ په دې موقع شهريار اپريدي قبائيلي مشرانو نمائنده پلاوي سره په خبرو كښې ووئيل د ظالمانو به په مړانه مقابله ??وٶ٬ د ??هي??انو په غم كښې برابر شريك يو٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې امنيتي ځواكونو سره قبائيلي اولس هم ??ازواله ??ربانۍ وركړې چې مونږ ورته سلام كوٶ۔ ده ووئيل اسلام د انسانيت درس وركوي٬ ترهګر د سازشونو د لارې مسلمانان خپلو كښې جنګول غواړي خو پاكستانې قام د رنګ ٬ نسل ٬ ژبې ٬ قوميت نه پرته د اتفاق او يوالي څرګندونه كولو سره د هېواد دښمنه عناصرو ارادې خاورې كړې دي۔ ده په پېښه كښې ??هي??انو لپاره لس لكه ٬ سخت ژوبل شوو لپاره 5 لكه او لږو ژوبل شوو لپاره به سړي سر يو لك روپۍ د مرستې پېكج وركولو باور