اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د هېلت پروګرام له مخې ټول هېواد كښې د څلور لكه 74 زره كورنيو علاج شوې۔د پروګرام له مخې يو لك يو زر كسان په روغتونونو كښې داخل شوي چرته چې د دوي د اوپن هارټ سرجرۍ نه واخله تر معمولي ناروغۍ علاج شوې۔د روغتيا وزارت ذريعو له مخې ?? ټول هېواد په 38 ضلعو كښې 32 لكه كورنيو ته ?? دې پروګرام له مخې د روغتيا په اړه تحفظ وركړې شوې۔په وړومبي پړاؤ كښې ?? ټول هېواد څخه 153 روغتونونه په پينل اخستې شوي چرته چې تر درېو لكه روپو د ابتدائي علاج آسانې وې۔په دوهم پړاؤ كښې 7 د ګران علاج اسانۍ په پروګرام كښې شاملې كړې شوې۔دا پروګرام د جنورۍ په وړومبۍ نېټھ كال 2016م كښې د اسلام آباد نه پېل شوې و۔د پاكستان سټېټ لائف انشورنس كارپورېشن 32 لكه كورنۍ د روغتيا په انشورنس كښې شاملې كړې ۔د اكتوبر تر 30مه نېټې كال 2018م وفاقي او صوبائي ح??ومتونو د وزيراعظم د روغتيا پروګرام لپاره 4.9 اربه روپۍ سټېټ لائف له وركړې دي۔