اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د احتساب خاص مرستيال بېرسټر شهزاد اكبر وئيلي دي چې حكومت به د احتساب مشكل عمل روان ساتي٬ په راتلونكو 50 ورځو كښې به د 700 اربه لو??ل شوي قومي دولت په اړه مهم تفصيلات اولس ته وړاندې كړې شي۔ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې ګڼ شمېر هېوادونو سره د مني لانډرنګ په اړه لو??نا??ې شوې دي٬ حكومت د اولس د دولت لوټ كوونكو په اړه معلومات هم راغونډ كړي دي۔ دا لو??ل شوې دولت به بېرته پاكستان ته راوړلې شي۔ ده ووئيل چې په دې لړ كښې قانوني عمل روان دے۔ دا كار مشكل ضرور دے چې پكښې به وخت هم لګي خو د تحريك انصاف حكومت به په دې هڅه كښې هم كاميابي ترلاسه كوي۔