اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) اولس ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د وسيلو رخ به د علاج معالجې نه زيات د ناروغتيا مخ نيوي پلو ګرځول وي٬ د ناروغيو څخه د ځان ساتلو په اړه خبرتيا پېدا كولو لپاره دې د مېډيا د لارې رسمي كمپائن پېل كړې شي٬ د روغتيا په اړه تحقيق د وخ?? ضرورت دے۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د پاكستان هېلتھـ ريسرچ كونسل او د نېشنل هېلتھـ سروسز٬ رېګولېشنز اېنډ كوآرډينېشن وزارت تر سيوري لاندې د وړومبي كلن هېلتھـ ريسرچ كنفرنس پرانستې غون??ې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ غون??ې ته د نېشنل هېلتھـ سروسز٬ رېګولېشنز اېنډ كوآرډينېشن وفاقي وزير عامر محمود كياني او وفاقي سېكتر زاهد سعيد هم وېنا وكړه۔ غون??ې ته اولس مشر ووئيل بايد د علاج نه وړاندې د ناروغيو څخه ا??تياط او مخ نيوي ته زياته پام لرنه وكړې شي خو دلته داسې نه كېږي۔ د روغتيا د څانګې زياتره بجټ په علاج معالجه خرڅ كېږي٬ د اسانيو رخ به د ناروغيو مخ نيوي پلو ګرځول وي۔ په دې لړ كښې د درست طرز عمل اختيارولو ضرورت دے۔ ده ووئيل د روغتيا په څانګه كښې تحقيق د وخ?? ضرورت دے۔ پاكستان ريسرچ كونسل سره سره تحقيق لپاره به د نورو ادارو هم ډاډګېرنه كول و??۔ اولس مشر ووئيل د روغتيا په اړه د پائيداره پرمختيائي اهدافو ترلاسه كولو لپاره تحقيق ضروري دے خو بايد داسې تحقيق وشي چې استعمال ئې هم وي او د هېواد صنعت او نورې څانګې هم د دغې څخه ا??تفاده وكړې شي۔اولس مشر ووئېل د ناروغيو څخه د ځان ساتلو په اړه خبرتيا پېدا كولو لپاره دې د مېډيا د لارې رسمي كمپائن پېل كړې شي او په دې لړ كښې دې د نېشنل هېلتھـ سروسز٬ رېګولېشنز اېنډ كوآرډينېشن وزارت د اطلاعات او خپرونو وزارت سره په ګډه انتظامات وكړې ش??۔ اولس مشر عارف علوي ووئيل په مېډيا كښې دې د اولس خبرتيا لپاره پېغامونو لپاره د وخ?? په ټاكنه غور وكړې شي۔ قامي تعمير څه ا??ان كار نه دے٬ دې لپاره به هڅې كول وي٬ وخ?? او وسيلې به بېلول وي۔ ده ووئيل زمونږ دين اسلامپاكوالي ته ډېر اهميت وركوي٬ په دې لړ كښې په ديني تعليماتو د عمل كولو سره د ناروغيو څخه ځان ساتلې شو۔ بايد ډاكټران هم دغه تصور په رامخې ته كړي چې احتياط د علاج نه بهتر دے