اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان په پخوانو قبائيلي سيمو كښې د ځائي حك??مت نظام رائج كولو لپاره د هلو ځلو ګړندۍ كولو امر كولو سره په دې ??بره زور رواړې چې د قبائيلي سيمو پر??ختګ په لړ كښې د قبائيلي اولس پرېكړې او مشاورت باوري كولو لپاره ضروري ده چې په دغه سيمو كښې لوكل ګورنمنټ نظام نافذ كړې شي٬ وفاقي حك??مت به د فاټا پر??ختيائي منصوبو لپاره د ترلاسه فنډز نه زيات وسائل وركوي او په اېن اېف سي اېوارډ كښې به هم د فاټا پر??ختيائي پېكج ترلاسه كولو كښې هم خپل بشپړه كردار لوبوي۔ ۔ وزيراعظم دا خبرې د نهې په ورځ د فاټا انضمام پحقله د لوړې كچې غونډه مشرۍ كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د خزانې وزير اسد عمر ٬ د قانون وزېر ډاكټر فروغ نسيم ٬ د مذهبي چارو وزير نور الحق قادري، د وزیراعظم صلاحكار شهزاد ارباب، د خېبر پښتونخوا ګورنر شاہ فرمان، وزیراعلیٰ محمود خان، د اړوندو څانګو وفاقي او صوبائي سېكتران او نورو لوړ پوړو ګډون وكړو۔ په غونده كښې د قبائيلي سيمو د انضمام پحقله د پېشرفت او تر اوسه د د پورته كړو انتظامي او قانوني اقداماتو جاج اخستو سره د فاټا انضمام او د قبائيلي اولس د حقونو تحفظ لپاره مهمې پرېكړې وكړې شوې۔ په دې موقع وزيراعظم په دې ??بر زور رواړو چې د قبائيلي دود دستور له مخې دې ?? نوي نظام نفاذ د عمل جوګه جوړ كړې شي او په نوي نظام كښې دې ?? قبائيلي اولس مشاورت باوري كړې شي۔ وزيراعظم امر وكړو قبائيلي ځوانانو له د روزګار وركړې لپاره نورې موقعې باوري كړئ او د دې ??برې ډېر خاص خيال وساتئ چي د انتظامي اقداماتو په نتيجه كښې يو كس بې روزګار نه شي۔ وزیراعظم ووئيل قبائيلو لپاره دې په سكولونو ٬ كالجونو او پوهنتونونو كښې بېله كړې كوټه متاثره نه شي۔ وزیراعظم دا هم امر وكړٶ چې په ضم كېدونكو قبائيلي سيمو كښې صحت ٬ تعيلم او په خاص توګه د ماشومانو جينكو سكولونه ښه كولو لپاره دې هڅې ګړندئ كړې شي۔ ده ووئ??ل په سمدستي توګه د ارزان انصاف وركړې لپاره زر تر زره تګلاره وضع كړئ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل وفاقي حك??مت به د فاټا پر??ختيائي منصوبو لپاره د ترلاسه فنډز نه زيات وسائل وركوي او په اېن اېف سي اېوارډ كښې به هم د فاټا پر??ختيائي پېكج ترلاسه كولو له هم خپل بشپړه كردار لوبوي۔)ص ف/ض ض/ګ ل/2155)