اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان ډېمز جوړولو له اولس او په خاص توګه سمندر پورې پاكستانيانو څخه اخلاص سره د عطياتو اپيل كړې۔ ده ديامر بھاشا او مهمند ډېم لپاره د پي اېم۔ سي جے فنډز اعلان كولو سره ووئيل 80 لكو نه تر 90 لكه بهر مېشته پاكستانيان كه كم نه كم سړي سر زر ډالر دې فنډ ته راولېږي نو مونږ سره به بندونو جوړولو لپاره پيسې جمع شي٬د زرمبادله پانګې به هم زياتې شي او مونږ به د چا نه قرض هم ونه غواړو۔ سمندرې پورې پاكستان سوسائټيز ٬ ټول سياسي ګوندونه او په خاص توګه د تحريك انصاف د بهر هېوادونو تنظيمونه دې نن نه دا جهاد پېل كړي۔ باور وركوم چې د قوم د پيسو به په خپله حفاظت كوم۔ ده دا خبرې د جمعې په ماښام د ا??بو كمي او د بندونو جوړولو په اړه د قوم په نامه نشرياتي پیغام كښې وكړې۔وزيراعظم ووئ??ل چې ده پاكستاني اولس سره لوظ كړی و چې هغه به د هېواد ټولې ستونزې د دوي په وړاندې اږدي او هغوي به د هر څه نه خبروي۔وزيراعظم ووئ??ل چې د تېرو دوه اونيو نه هغه د هېواد په معاشي حالاتو٬ د قرضې په صورتحال٬د توان په مسئله او د خارجه پالېسۍ پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې بريفنګ اخلي۔ده ووئ??ل چې پھ دې كښې شك نشته چې هېواد ګڼ شمېر چېلنجونو سره مخ دې٬لس كاله وړاندې د 6 زره اربه روپۍ قرض و كوم چې اوس 30 زره اربه روپۍ ته رسېدلې دې۔وزيراعظم ووئ??ل چې په دې وخت كښې تر ټولو لويه مسئله د ا??بو ده٬ده ووئ??ل چې كله پاكستان آزاد شوې وو نو د هر يو پاكستاني پھ برخه كښې 5 زره 600 كيوسك اوبه را??لې كومې چې نن يو كس لپاره 1000 كيوسك پاتې شوي دي۔وزيراعظم ووئ??ل چې په پاكستان كښې د ا??بو ذخيره يوازې د 30 ورځو ده٬په هند كښې دا ذخيره د 90 ورځو او په مصر كښې د 1000 ورځو ده او نړۍ داسې ګڼي چې بايد دا ذخيره د 120 ورځو وي۔وزيراعظم پھ دې تناظر كښې د بندونو جوړول هېواد لپاره ضروري ګرځولو سره ووئ??ل چې كه مونږ اوس هم د بندونو جوړولو كار پېل نه كړو نو را??لونكو نسلونو لپاره به داسې مسئله پرې ږدو په كومه چې نن زه خبرې كول نه غواړم۔ده ووئ??ل چې د پوهانو له مخې د بندونو نه جوړولو پھ صورت كښې به په پاكستان كښې په كال 2025م كښې وچ كالي پیل شي٬مونږ سره به غلې كرلو لپاره اوبه نه وي نو قحط سره مخ كېدې شو۔وزيراعظم ووئ??ل چې د ا??بو د كمي سخته مسئله په نظر كښې ساتلو سره مونږ نن د بندونو جوړولو كار پېل كوو۔وزيراعظم د بندونو فنډ جوړولو په اړه د پاكستان د ستر قاضي جسټس ثاقب نثار اقدام ستائېلو سره ووئ??ل چې دا كار د ده نه و ب??كې زمونږ د سياسي مشرانو وو۔ده ووئ??ل چې دا مسئله 30 كاله پخوانۍ ده٬خلكو ليدل چې اوبه كمېږي٬بايد زمونږ مشرانو فكر كړې وو۔وزيراعظم ووئ??ل چې ده د پاكستان ستر قاضي سره خبره كړې مونږ سي جے او پي اېم فنډ يوځاې كوو۔ده ووئ??ل چې د ستر قاضي په فنډ كښې 180 كروړه روپۍ جمع شوي دي٬وزيراعظم ټولو پاكستانيانو او په خاص توګه بهر مېشته پاكستانيانو ته خواست وكړو چې هغوي دې خپل سباؤن لپاره د بندونو به فنډ كښې د زړه د اخلاصه عطيات وركول پېل كړي۔وزيراعظم د شوكت خانم روغتون او د نمل پوهنتون په جوړولو كښې د بهر مېشته پاكستانيانو كردار ستائېلو سره ووئ??ل چې په شوكت خانم كينسر روغتون كښې هر كال 70 فيصده خساره كېږي كومه چې بهر مېشته پاكستانيان د خپلو عطياتو د لارې پوره كوي۔ده ووئ??ل چې زه د 80 نه تر 90 لكه بهر مېشته پاكستانيانو ته په خاص توګه مخاطب يم چې كه دوي لږ نه لږ 1000 ډالر دې فنډ ته راولېږي نو مونږ سره به بندونو جوړولو لپاره پيسې هم جمع شي او د ډالر په شكل كښ به د زرمبادله پانګې هم زياتې شي او مونږ به د چا نه قرض هم ونه غواړو۔عمران خان ووئ??ل چې نن هېواد ته د زرمبادله سخت ضرورت دې په پاكستان كښې د ډالرو