اسلام آباد ۔ 10 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملک ته وزیراعظم آفس كښې د نهې په ورځ د هوابازی ډویژن چارو په اړه بريفنګ وركړې شوې۔ بریفنګ كښې د هوابازۍ وفاقي وزير لېفټېننټ جنرال (ر) نعیم خالد لودھی، د هوابازۍ س??كت?? ډاكټر اعجاز منیر، د وزیراعظم ایډیشنل س??كت?? ډاكټر کاظم نیاز، ډائرېکټر جنرل اے اېس اېف مېجر جنرل علی عباس، ډی جی سول ایوی اېشن اتھارټی جی حسن بېګ، د موسميات څانګې ډي جي غلام رسول، د پي آئي اے چیف اېګزیکټو آفیسر مشرف رسول او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ د هوابازۍ س??كت?? وزيراعظم د خپلې ادارې پرمختګ له د پورته كړو او فضائي ټرېفك محفوظه جوړولو له د پورته كېدونكو ګامونو په اړه خبر كړو۔ ده وزيراعظم د سول ایوی ایشن اتھارټی، پ?? آئی اے، ایئرپورټ سیکورټی فورس او موسميات څانګې په شمول د بېلو ادارو چارو په اړه هم وزيراعظم خبر كړو۔ وزيرعظم ته وئيلې شول چې د كال 2015ء په قامي هوابازي پالېسۍ د عملدرآمد كولو په مهال ښه والي له چې كومو چا??و ته اشاره شوې د هغو ترمخه د پالېسۍ جاج اخستلې شي۔ غونډه كښې پي آئي اے سره د اړوندو چارو او د پي آئي اے بحالۍ له د بزنس پلان هم جاج واخستلې شو۔ وزیراعظم امر وكړو چې وړاندې څخه وضعه شوي اهداف ترسره كولو له دې بشپړه تګلاره جوړه كړې شي دغسې چې په دې پلان كاميابۍ سره عمل وكړې شي۔ وزیراعظم آپرېشنل چارو سره د اړوندو مسئلو حل كولو له د هوابازۍ څانګې سره د تړلې بېلو ادا??و ترمينځھ رابطې زياتولو او فضائي سفر لا محفوظه جوړولو له پورته كېدونكي ګامونه وستائل