اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن به ﴿نن﴾ د ګل په ماښام د ت??جكستان پايه تخت دوشنبې ته ځي٬ هغه ب?? د اوبو په موضوع د لوړې كچې په كنفرنس كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي٬ د?? كنفرنس د جون د 20 نېټې د جون تر 21مه نېټه د ت??جكستان په پايه تخت دوشنبې كښې كېږي٬ د دې كنفرنس اهتمام تاجكستان د ملګرو ملتونو په مرسته كړے۔ اولس مشر به د ت??جكستان اولس مشر سره په ملاقات كښې په بېلا بېلو څانګو د اړيكو په لا ټينګولو خبرې كوي۔ اولس مشر ممنون حسېن به د ت??جكستان څلور ورځنې سركاري دورې په مهال په كنفرنس كښې د ګډون كولو نه علاوه د مېنځنې اسيائي هېوادونو سره د پاكستان د ورورولې اړيكې لا ټېنګولو لپاره د ت??جكستان مشرتابه سره مذاكرات كوي۔ په تاجكستان كښې د پاكستان سفير اقبال سومرو اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل چې اولس مشر ممنون حسېن او اولس مشر امام علي رحمانوف به د ملاقات په مهال په بېلا بېلو څانګو كښې د دواړو هېوادونو د اړيكو په لا ټينګولو خبرې كوي۔ ده ووئيل چې د پاكستان او تاجكستان ترمېنځه اوسنې د دوه اړخيزه كلن تجارت حجم 42 مليونه ډالر دے۔ دواړه مشران به تجارتي حجم 500 مليونه ډالرو ته په رسولو هم غور كوي۔ اولس مشر ممنون حسېن به د ت??جكستان خپلې وړومبې دورې په مهال د ت??جكستان وزيراعظم او د ت??جكستان د مجلس شورا سپيكر سره هم ملاقاتونه كوي۔ اولس مشر دا دوره د ت??جكستان اولس مشر امام علي رحمانو په ب??نه كوي۔