اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) لنډمهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك ?? صحت وزارت د كاركردګۍ ست??ئنه كولو سره معياري صحت وركول او ?? صحت پحقله ښه نتيجې ترلاسه كلولو لپاره د وفاقي او صوبائي حكومتونو ترمېنځه د تماس په اهميت ټېنګار ??ړې۔ ده دا خبرې د قامي صحت وزارت ٬ خدمات٬ رېګولېشنز اېنډ كوآرډينېشن د كاركردګۍ پحقله د نهې په ورځ د يو بريفنګ مشرۍ په مهال كړې۔ د قامي خدماتو او صحت وزير محمد يوسف شېخ٬ د وزيراعطم سېكتر ٬ ?? صحت سېكتر او نور لوړ پوري چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔ د قامي صحت او خدماتو سېكتر وزیراعظم ته په خاص توګه د اتلسم بدولون نه پس د داروګانو ٬ طبي تعليم٬ د رنځونو جاج٬ ډلو سره د مشاورت٬ ?? صحت پحقله د مسئلو په اړه تحقيق او هېواد كښې د نړيوالو ذمه واريو غوندې په څانګو كښې د وزارت د چارو نه خبر كړو۔ ده د وزارت د اړوند څانګو د كردار او رېګولېټري او كوآرډينېشن چارو٬ پاليسو جوړولو د عمل او په قامي كچه تحقيقي كار رامخې ته كړو۔ ?? صحت سېكتر وزیراعظم ګرد هېواد كښې ?? صحت د اړوند پروګرامنو د ېپشرفت نه هم خبر كړو۔ وزیراعظم جسټس(ر) ناصر الملك د وزارت د کارکردګۍ ست??ئنه وكړه او معياري صحت وركول او ?? صحت پحقله ښه نتيجې ترلاسه كلولو لپاره د وفاقي او صوبائي حكومتونو ترمېنځه د تماس په اهميت ټېنګار ??كړو۔ ده ووئيل بايد اولس ته د صحت د وركوٶنكو خدماتو دائره كار او معيار زياتولو لپاره هڅې وكړې شي۔