اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي پاكستان د سي پېك په كاميابۍ سره بشپړولو او د سترو او سمندري لارو د لارې سيمه ايزو ??ابطو ته وده ??ركول باوري كولو سره اقتصادي شرح نمو 9 فيصده ته رسولې شي۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي دا خبرې د انسټي ټيوټ آف مېري ټائم افيئرز تر سېوري لاندې نړيوال مېري ټائم سمپوزيم ته خپله وېنا كښې وكړې۔په دستوره كښې د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خان د نېوي مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي ٬ د بحريه پوهن??ون وائس چانسلر اېډمرل محمد شفيق ٬ د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټېننټ ??نر??ل (ر) ناصر خان جنجوعه او د مېري ټائم ډي جي ريئر اېډمرل مختار خان ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل دا مهال د پاكستان شرح نمو 6 فيصده ده خو تر سمندر رسنه په مناسب توګه په كار راوستلو سره دې كښې پياوړې اضافه كېدې شي۔ ده ??وئيل د هوا بازۍ څانګه اګرچه زياته زړه راښكونكې ده خو بيا هم 80 فيصده ??ړيوال تجارت اوس هم د سمندر د لارې كېږي۔ ده ??ووئيل دا ډول دستورې كول ډېر ضروري دي ځكه چې پاكستان په سي پېك عملدرآمد كوي او چين د يو روټ يوې پټۍ اقدام پېل كړې۔ وزيراعظم ووئيل د مېري ټائم څانګه د هر هېواد لپاره ډېره مهمه وي او پاكستان د پاك سمندري او مرچنټ نېوي كښې روايات جوړ كړي او اوس هم يو شمېر پاكستانيان مرچنټ نېوي كښې خپل كردار لوبوي۔ ده ??وئيل مونږ ګڼو چې سمندر ته رسنه ښه اقتصادي او مواصلاتي رابطو له ضروري ده۔ ده ??وئيل د بحرهند سيمه د نړيوال توان بهاؤ او تجارت لپاره مهم مرکز دې ځكه چې په دې سيمه د توان بهاؤ زيات دې، سيمه كښې تجارتی حجم زياتولو له دا ښه موقع ده۔ د سيمې د صورتحال ذکر کولو سره شاهد خاقان عباسی ووئيل د افغانستان د لارې تر مينځني اسياﺀ رياستونو رسنې باورې كولو له د افغان مسئلې حل ته اړتيا ده۔ ده ??وئيل د مينځني اسياﺀ رياستونه د بندرځايونو څخه استفادہ کولو له د سی پیك برخه ګرځيدو كښې خوښې لري، پاکستان دا مهال د 1700 کلومیټره څڅه زيات موټرویز نیټ ورك او په خاص توګه بلوچستان كښې 1200 کلومیټره اوږد نورو سړكونو ته وده ??ركوي۔ ده ??ئيل دا ډول منصوبې د ګوادر بندرځائې لپاره مرستياله دي، د سيمه ايزو ??ابطو ودې او مالیاتی همغږۍ له د چین اولس مشر شی جن پنګ په وژن عملدرآمد باورې كولو له په ګډه كار كولو ته اړتيا ده۔ وزیراعظم ووئيل هېواد كښې ګڼې موخې شته دې څخه نه يواځې هېواد بلكه سيمه كښې اقتصادی پرمختګ ته وده ??ركړې كيدې شي