اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي حكومت د ك??ټل??و پرمختيائي اهدافو تر سره كولو لپاره ګامونه پورته كړي دي٬پرمختيائي كارونو كښې بلدياتي ا??ارې په زړه پورې كردار لري٬پاكستان كښې د سياستمدارو او پارلماني غړو پرمختيائي كارونه نظرانداز كېدې نه شي٬بلدياتي ا??ارې پاكستان كښې د سياستمدارو لپاره د نرسري حېثيت لري۔د شورو په ورځ “ك??ټل??و پرمختيائي اهدافو تر سره كولو كښې د بلدياتي دارو كردار”په سرخط نړيوال كنفرنس ته خپل خطاب كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل بايد ك??ټل?? پرمختګ لپاره پارلماني غړي٬بلدياتي نمائندګان د وسائلو په ترجيحاتو كښې توازن برقرار وساتي۔ده ووئيل پرمختيائي عمل مخ په وړاندې بوتللو له به پارلماني غړو او بلدياتي ا??ارو له پھ ګډه كار كول وي۔وزيراعظم ووئيل بلدياتي ا??ارې پاكستان كښې د سياستمدارو لپاره د نرسري حېثيت لري۔ده ووئيل پاكستان كښې د تېرو څو لسيزو پھ مهال د بېلو نظامونو تجربه شوې٬درېم د ځايې حكومتونو نظام ؤ۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو د اړخه ټاكلې ش??ي اهداف پرمختګ لپاره مهم دي٬حكومت ك??ټل??و پرمختيائي اهدافو تر سره كولو له اقدامات كړي٬مونږ له دا باور راكړی كېږي چې پرمختيائي كار د پارلماني غړو نه دے٬ ده ووئېل د بلدياتي ا??ارو په اړه څلورو صوبو كښې نظام وضعه كړی شوې دغسې مركز كښې پارلماني نظام خپل كار كوي او دا په پاكستان كښې د جمهوري نظام د كاميابۍ علامت دے۔وزيراعظم ووئيل سياست كښې په ځايې كچه مسئلې اهميت لري٬پھ دې لړ كښې هغه د يوې سروے حواله وركړه چې پكښې 42 فيصده كسانو بلدياتي ا??ارې پرمختګ لپاره مهمې ګرځولې۔ده ووئيل پارلماني غړي٬د صوبائي ا??مبليو غړي او د ځايې حكومتونو نمائندګانو ترمينځه مرسته او د هغوي ا??تماعي هلو ځلو سره د پرمختګ اهداف ترلاسه كېدې ش??۔وزيراعظم ووئيل په اولسي نمائندګانو د اولس فشار وي كه هغوي ا??فاق وكړي نو اولسي بنيادي مسئلې حل كېدې ش??۔ده ووئيل زمونږ اهداف هر كلي له برېښنا وركول٬سړك جوړول او د تعليم او صحت آسانۍ وركول دي۔ده ووئيل د كنفرنس پھ كولو ګډون كوونكو ته د يو بل د تجربو څخه د استفادې كولو موقع په لاس ورغلې ۔د دې څخه وړاندې د آسيا لپاره د يونائيټډ سټيز اينډ لوكل ګورنمنټس٬سوئس ايمبيسډر او د المان دوهم سفير د ك??ټل?? پرمختيائي اهداف ترلاسه كولو لپاره د پاكستان هڅې وستائېلې۔دوي پرمختيائي ايجنډې تر سره كولو له د ځايې حكومتونو د نظام اهميت رامخې ته كړو