اسلام آباد 03 مارچ (اے پی پی) د غیر سرکاری او غیر حتمی نتيجې له مخې د سېنېټ ټاكنو كښې مشاهد حسېن سید په ټېکنوکرېټ چوكۍ او اسد جون??جو په جنرل چوكۍ کامیاب ګرځولې شوي۔ فاټا څخه هدایت اللہ، شمیم آفریدی، مرزا محمد آفریدی او هلال الرحمن 7، 7 ووټونه ترلاسه كولو سره کامیابي ترلاسه كړې۔ د خالي پھ ورځ 4 بجې د قامی اسمبلۍ هال له د سېنېټ ټاكنو لپاره د پولنګ سټېشن درجه وركړې شوې وه، د پولنګ وخت ختمېدو نه پس ریټرننګ افسر ظفر اقبال اعلان وكړو چې د سېنېټ ټاكنو لپاره 300 غړو په مجموعی توګه ووټ وكارولو۔ د غیر حتمی او غیر سرکاری نتيجې له مخې د اسلام آباد څخه د ټېکنوکرېټ په چوكۍ آزاد كانديد مشاهد حسېن سید 223 ووټ ترلاسه كولو سره كامياب ګرځولې شوې۔ د هغه 13 ووټونه مسترد شوي۔ ?? هغه په مقابله كښې د پاکستان پیپلز ګوند راجه شکیل عباسی 64 ووټونه ترلاسه كړې۔ په جنرل چوكۍ آزاد كانديد اسد جون??جو 214 ووټونه ترلاسه كړې د هغه 9 ووټونه مسترد شوې۔ د پیپلز ګوند راجه عمران اشرف 45 او د پی ټی آئی کانديدې کنول شوزب 32 ووټونه ترلاسه كړې۔ د فاټا په څلورو چوكو شمیم آفریدی، مرزا محمد آفرید??، هدایت اللہ او هلال الرحمن 7 ٬ 7 ووټونه ترلاسه كولو سره کامیاب شوې دي۔ ?? فاټا په 11 غړو كښې 7 غړو ووټ كارولې۔