اسلام آباد 02 مارچ (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د هېواد په تاريخ كښې تراوسه د معاف كړو قرضو په اړه د رانا مح??د حيات د پام راګرځونې نوټس د خزانې قائمه كمېټۍ ته سپارلې او سپارښتنه يې كړې چې په 15 ورځو كښې دې راپور ايوان كښې وړ??ند?? كړي او د پام راګرځونې نوټس محرك رانا مح??د حيات خان وئېلي دي د قام لوټلې شوې د اربونو روپو دولت دې هېواد ته راوړلې شي ځكه دا به ډېر لويې خذت وي٬ ده ووئېل كه اوسنۍ اسمبلۍ په دې لړ كښې موثر قانون منظور نه كړو نو ټول قام ته خواست كوم چې هغه دې چا له هم د كال 2018م په ټاكنو كښې رائے ورنه كړي۔د جمعې په ورځ د مسلم ليګ(ن)غړي رانا مح??د حيات د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې د خزانې دوهم وزير رانا مح??د افضل خان ووئيل حكومت قرض چا ته نه بخښې٬د قرض د ريكوري په اړه په كال 2001 كښې قانون موجود ؤ٬هغه وخت د بانكونو اختيار وو خو سپريم كورټ دا ختم كړے۔ده ووئېل زمونږ په حكومت كښې بانكونو ته دا اختيار بې??ته وركړې شو۔په دې لړ كښې اوس ??ختيار د بانكونو بورډ سره وي