اسلام آباد ۔ 04 جنوری (اے پی پی) پاكستان او جاپان د اعلی كچې پلاويو تګ راتګ او افغانستان كښې د اوږدې مودې امن له كار جاري ساتلو ته سلا شوي دي ۔ دا سلا د زيارت په ورځ د خارجه وزير خواجه محمد آ??ف او د ده ج??پاني همڅنګ ترمينځه ملاقات كښې راغلې۔ د خارجه د??تر وياند ترمخه د ملاقات په مهال په د??ه اړخيزه اړيكو ٬ په سيمه ايزو ??و نړيوالو او په خاص توګه افغانستان سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ په دې مهال خارجه وزير خواجه آصف سوليئز ٬ مستحكم او محفوظ افغانستان او د افغان اولس او افغان حكومت په مشرۍ كښی د مصالحتي عمل ملا??ړ كولو له د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔خواجه آصف خپل جاپانې همڅنګ د سي پېك د لارې د سيمه ايزو ??ابطو او پرمختګ كښې د زياتوالي او د ترهګرۍ مخنيوي له د پاكستان د هڅو په اړه خبر كړو۔ د جاپان خارجه وزير تارو كونو د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان قربانۍ وستائلې او د ترهګرۍ او شدت خوښۍ په ضد جنګ كښې ئې د نړيوالې مرستې په حاجت زور راوړو۔ د جاپان خارجه وزير مقبوضه كشمير كښې په كشميري اولس د هندي زور ظلم او زياتي ٬ د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو او د اېن اېس جي غړيتوب له د پاكستان اهليت څخه هم خبر كړې شو