اسلام آباد 25 دسمبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي چې پاكستان د كلبهوشن يادېو كورودانې او م??ر سره د ملاقات لوظ پوره كړو٬ ملاقات خالص د انساني همدردې په بنياد شوے٬ كمانډر ??اد??و په پاكستان كښې د هندي ترهګرې اصل څېره ده٬ د هند ?? قونصلر رسنې په اړه پرېكړه به د هېواد مفاد او قانون په نظر كښې ساتلو سره كولې شي٬ د ??اد??و م??ر د پاكستاني حكومت٬ اولس او د خارجه دفتر مننه كړې۔ د ګل په ورځ د هندي جاسوس كلبهوشن كورودانې او م??ر سره په خارجه دفتر كښې د ملاقات كولو نه پس مېډيا ته په بريفنګ كښې د خارجه دفتر وياند وئيل چې هندي جاسوس٬ ترهګر او ورانكار د هند ?? نېوي حاضر سروس آفيسر كلبهوشن يادېو ته په پاكستان كښې د جاسوسې٬ ترهګرې او ورانكارې په چ??رو كښې په ككړ كېدو د مرګ سزا اورول شوې۔ هندي جاسوس په عدالت كښې د مجسټرېټ په وړاندې په سندھ ??و په خاص توګه په بلوچستان كښې د ترهګرې د كارروائيو اعتراف كړے۔ د تحقيقاتو او م??دمې ترسره كېدو نه پس پاكستان خالص د انساني همدردې په توګه هند ??ه د ??اد??و كورودانې سره د ملاقات وړاندېز كړے خو هند ??اد??و سره د هغه د مور د ملاقات كولو خواست وكړو كوم چې پاكستان منظور كړو۔ د ??اد??و كورودانې او م??ر سره په اسلام آباد كښې د هند ??وهم هائي كمشنر ے پي سنګهـ هم و خو هغوي ته ??اد??و سره د خبرو كولو او د خبرو اورېدلو اجازه نه وه۔ د ملاقات په مهال هغه هندي جاسوس ليدلې شو۔ وياند ووئيل چې د ??اد??و كورودانې او م??ر ته د پاكستان د دورې كولو اجازه د اسلامي تعليماتو په رڼا كښې وركړې شوې۔ اسلام د امن دين دے او د صله رحمې درس وركوي۔ وياند ووئيل چې د هند په وېنا د كمانډر ??اد??و كارروائيو يو شمېر مېئندې د زامنو او لوڼو نه محروم كړے دے۔ ده ووئيل چې د دوهم هائي كمشنر موجودګي قونصلر رسنه نه وه٬ وياند ووئيل چې د ??اد??يو كورودانه او م??ر بېرته مسقط ته ولېږل شول۔