اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) پاكستان كښې د هند دوهم هائي كمشنر خارجه دفتر ته رابللو سره ركھ چكري او ??والاكوټ سېكټرز كښې په 30 ستمبر او 2م اكتوبر د هندي قابض پوځ لخوا د ډز بندۍ د خلاف ورزو غندنه وكړې شوه د كومو په نت??جه كښې چې درې وګړي شهيدان او ?? مېرمن پشمول 5 كسان ژوبل ش??ي۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې ډائرېكټر جنرل (سوئيلي آسيا و سارك) ډاكټر محمد فېصل د هند دوهم هائي كمشن?? رابللې او ?? ناتاره ډزو او ?? ډز بندۍ د خلاف ورزو ئې غندنه وكړه۔ د تېرو 12 ورځو په مهال د هندي پوځ لخوا د ډز بندۍ دا پنځمه خلاف ورزي ده٬ د زغم او ??حمل په څرګندونه زور وروكولو باوجود هند پرله پسې د ډز بندۍ په خلاف ورزيو كښې ككړ دې۔ په كال 2017 كښې تر اوسه د هندي پوځ لخوا په كنټرول لائن او وركنګ باونډري د 900 نه زياتې د ډز بندۍ خلاف ورزۍ شوې دي چې په نت??جه كښې ئې 43 بې ګناه وګړي شهيدان او ?? 153 نه زيات ژوبل ش??ي دي دغسې په كال 2016 كښې 382 خلاف ورزۍ شوې وې۔ بيان كښې وئېلې شوې دي چې وګړي قصداً په نښه كولې شي كوم چې د افسوس وړ خبره ده او ?? ان??اني وقار د نړيوالو بشري حقونو د قوانينو په ضد دي۔بيان كښې وئيلي شوې دي چې د هند لخوا د ډز بندۍ خلاف ورزۍ سيمه ايز امن او ??لامتيا لپاره خطر دي۔ ډائرېكټر جنرل ډاكټر محمد فېصل په هند زور رواړو چې ھغه د 2003 د ډز بندۍ لوظنامې احترام وكړي او ?? ډز بندۍ د خلاف ورزيو پلټنې وكړي او هندي پوځ ته په صحيح معنو كښې د ډز بندۍ د احترام امر وكړي ٬ په كنټرول لائن دې د امن باوري كولو هم هدايت وكړې شي۔ ډاكټر فېصل په دې خبره هم زور رواړو چې د هند لخوا د ملګرو ملتونو پاكستان او هند لپاره پوځي مبصر ډلې ته د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د وركړې شوي كردار ترسره كولو اجازه وركول پكار دي