پخواني وزيراعظم مياں نواز شريف په ايون فيلډ او العزيزيه ريفرنسونو کښې د سزاګانو په اړه د اپيلونو بيا فعالولو خواستونه لاسليك كړل

image

اسلام آباد۔21اکتوبر(اے پی پی) پخواني وزيراعظم مياں نواز شريف په ايون فيلډ او العزيزيه ريفرنسونو کښې د سزاګانو په اړه د اپيلونو د بيا فعالولو خواستونه لاسليك كړي دي۔ د مسلم ليګ (ن) ذريعو لمخې د خواستونو لاسليك كېدو څخه وروستو به د نواز شريف الوتکه لاهور ته روانه شي۔ د نوازشريف قانوني ډلې په ایون فیلډ او العزیزیه ریفرنسز کښې د هغه د سزاګانو په ضد د اپیلونو د بحالولو لپاره خواست تيار كړے دے او اوتھ كمشنر بائيو مېټرك ډېټا جمع كولو له اسلام آباد ائيرپورټ ته رسېدلے دے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د نواز شريف قانوني ډله په العزيزيه او ايون فیلډ ريفرنسونو كښې د اپيلونو بحالۍ په درخواستونو لاسليک لپاره اسلام اباد هوايي ډګر ته رسېدلې وه۔ د قانون پخوانے وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ٬ امجد پروېز او نور وګړو سره سره بېرسټر ظفر الله خان هم نواز شريف سره ملاقات لپاره په هوائي ډګر موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز