خارجه وزير جليل عباس جيلاني د او آئي سي ايګزيكټو كمېټۍ هنګامي وزارتي غونډه كښې ګډون٬د غزه بحران او د محصور شوو وګړو په بشري صورتحال د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد 18اکتوبر(اے پی پی)خارجه وزير جليل عباس جيلاني د شورو په ورځ په جده كښې د اسلامي مرستې تنظيم ايګزېكټو كمېټۍ هنګامي وزارتي غونډه كښې د پاكستان پلاوي مشري كړی ده ۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې دا غونډه د پاكستان او سعودي عرب په شريكه توګه رابللې وه چې پكښې د غزه بحران او هلته دمحصور وګړو په بشري صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوی۔په خپل بيان كښې خارجه وزير په غزه د اسرائيلي جارحيت او د غېر انساني ناكه بندۍ سخته غندنه كړی چې په نتيجه كښې يې وژنې او تباهۍ كېږي او خلق بې كوره كېږي۔ده تېره ورځ د غزه په يو روغتون د اسرائيل بريد كښې د بې ګناه وګرو د قتل عام غندنه هم كړی۔ده په دې خبره زور راوړو چې د اسرائيل قابض ځواكونه د نړيوال بشري حقونو قانون خلاف ورزي كوي او د هغوي د طاقت غېر متناسب استعمال جنګي جرائم او د انسانيت په ضد د جرمونو مترادف دي ۔ده د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې هغوي اسرائيل د دې جرمونو ځواب وركونكې وګرځوي۔خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې اسرائيل په سمدستي توګه جنګ بندي٬د غزه محاصره ختمولو ته مجبور كړي او فلسطينيان د خپلو كورونو څخه د جبري ويستلو مخ نيوے وكړي۔ده د فلسطين اولس او د هغوي حق خود ارادايت لپاره د پاكستان لخوا د يووالي او ملاتړ پخلے وكړو۔په دې موقع خارجه وزير د ګيمبيا٬ايران٬كويت٬سعودي عرب او د تركيې خارجه وزيرانو سره هم ملاقاتونه كړي دي ۔

مضمون کا ماخذ : sorteios quina